امریکا او روسیه په ویانا کې نن د سوریې پر وضعیت غږېږي

د امریکا او روسیې د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیزان جوزف ډانفورد او والېري ګراسیموف

په پام کې ده چې د امریکا او روسیې جګ‌پوړي پوځي چارواکي نن د سوریې د وضعیت په اړه په ویانا کې خبرې وکړي.

د امریکا او روسیې د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیزان جوزف ډانفورد او والېري ګراسیموف به د نورو مهمو مسایلو په اړه هم خبرې وکړي.

امریکا او روسیه د ایران او ترکیې تر څنګ په سوریه کې پوځي ځواکونه لري.

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو د ستر درستیز ویاند پاتریک ریډېر «Patrick Ryder» پرون وویل چې دا پوځي چارواکي به په سوریه کې د امریکا او روسیې په عملیاتو کې د کړکېچ د کمولو پر هڅو خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو د ځواکونو د پوځي اړیکو د څرنګوالي، په اروپا کې د روان نړیوال امنیتي وضعیت او د نورو مهمو مسایلو په اړه خپلې نظریې تبادله کړي.