د کندز ولایت چارواکي وايي چې طالبانو تېره شپه د امام صاحب ولسوالۍ په قرغان تپې سیمه کې د ګډو دولتي ځواکونو پر پوستو حملې کړې دي.
د امام صاحب ولسوال محبوبالله سعیدي نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې پهدې سیمه کې جګړه اوس هم روانه ده او مرستندوی ځواکونه هم ساحې ته استول شوي دي.
ښاغلي سعیدي وویل، په جګړه کې دواړو خواوو ته تلفات هم اوښتي، خو دقیق شمېر یې تر اوسه معلوم نهدی.
قرغان تپه د امام صاحب ولسوالۍ په شمال ختیځ کې پرته سیمه ده.