د افغانستان ولسمشر نوي ټاکل شوي انتخاباتي کمېشنران منظور کړل

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون نوي ټاکل شوي کمېشنران منظور کړل.

پرون ارګ ماڼۍ په دې اړه د ولسمشر فرمان خپور کړ.

په فرمان کې راغلي چې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو له‌خوا له معرفي شویو ۸۱ کسانو نه اووه تنه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او پنځه تنه هم د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د کمېشنرانو یا غړو په توګه غوره شول.

د ولسمشر د فرمان له مخې سید عصمت‌الله مل، اورنګ زیب، حنیف دانشیار، مسافر قوقندي، حوا علم نورستانۍ او رحیمه ظریفي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د نویو کمېشنرانو په توګه منظور شوي.

محمد قاسم الیاسي، زهره بیان شینواري، دین محمد عظیمي، محمد یونس طغرا او سید قطب‌الدین رویدار هم د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د نویو کمېشنرانو په توګه تأیید شوي.

ولسمشر اشرف غني په خپل فرمان کې دا کمېشنران مؤظف کړي چې ژر تر ژره دې خپل رئیس، مرستیال او منشي وټاکي او خپل فعالیت دې د اساسي قانون او د ټاکنو د نوي قانون پر اساس پیل کړي.

د ۱۳۹۷ میلادي کال د ولسي جرګې تر انتخاباتو وروسته چې لا یې هم نهايي پایلې په بشپړه توګه نه‌دي اعلان شوي، د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو پخواني کمېشنران له دندو لیرې شول.