اسرائیل او روسیه له سوریې د بهرنیو عسکرو د وتلو لپاره لارې لټوي

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره

اسرائیل او روسیه له سوریې د بهرنیو عسکرو د وتلو لپاره لارې چارې لټوي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره‌یې موافقه کړې چې له سوریې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پرمختګ لپاره یو ګډ ټيم جوړ کړي.

نتانیاهو او پوتین همدا اوونۍ په مسکو کې کتلي.

نتانیاهو وايي، په سوریه کې د ایران د پوځي حضور د پراختیا مخالف دی.

اسرائیلو په تېرو څو کلونو کې د سوریې په هغو اهدافو بمبار کړی چې د دوی په خبره ایراني ملېشه او د ایران له ملاتړ برخه‌منې حزب‌الله ډلې وسله‌وال په‌کې مېشت دي.

ایران په سوریه کې خپل حضور د پوځي سلاکارانو تر حد تأییدوي او وايي چې دا حضور یې هم د بشارالاسد په خوښه دی.