د هلمند چارواکي: د سېلابونو له امله اته کسان مړه او اته ټپیان دي

د هلمند چارواکي وایي چې د وروستیو سېلابونو له امله لږترلږه اته کسان مړه او اته نور ټپیان دي او سلګونه کسان هم ژغورل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن مخکې ازادي راډیو ته وویل چې د هلمند په ناوې او ګرمسیر ولسوالیو کې د سېلابونو له امله بند پاتې شوي سلګونه کسان ژغورل شوي او د نورو د ژغورلو لپاره هڅې روانې دي.

ده وویل:

"د ژغورنې ټیم ورته جوړ شوی، هغوی ساحو ته رسېدلي، دغه ټیم تر اوسه توانېدلی چې سلګونه کورنۍ او سلګونه کسان له هغه ځایه وژغوري او را ویې باسي، د ژغورنې هڅې اوس هم روانې دي، ترڅو په هغو ځایونه کې چې کسان ګیر پاتې دي، هغوی هم وژغورل شي، د ځمکې له لارې نه، بلکې د هوا له لارې یې د ژغورلو امکان شته او په دې کار روان دی."

ښاغلي ځواک دغه راز وویل چې وروستیو سېلابونو په هلمند کې زرګونو کورنیو ته مالي زیانونه رسولي دي.