د ارزګان د مرکز ترینکوټ ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره ورغلو ناروغانو او پایوازانو ازادي راډيو ته وویل چې په یاد روغتون کې ورسره د ډاکترانو له خوا ناوړه چلند کېږي.
د دوی غوښتنې دا دي چې د ناروغانو درمنله دې په ښه توګه وشي او درمل دې ورکړل
شي او د ډاکترانو له خوا دې ورسره سم چلند وشي او د پایوازانو لپاره دې ورته سرپناه جوړه شي.
د ولایتي روغتون مسؤلین بیا د درملو د نه شتون خبرې مني، خو د پایوازانو د سرپناه د نشتون او د ډاکترانو د ناوړه چلند خبرې ردوي.
دا په داسي حال کې ده چې له دې وړاندې هم د یاد روغتون ښځينه ډاکترانو ازادي راډيو ته له ځينو ستونزو شکایت کړی و.
په دې اړه د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت راپور د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:
Your browser doesn’t support HTML5