د افغانستان او اېرلنډ نننۍ لوبه د باران له امله بې نتیجې شوه

د کرکټ افغان ملي لوبډله

د افغانستان او اېرلنډ ترمنځ د پنځو يو ورځنیو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه د هند په دهرادون کې د باران له امله بې نتيجې پای ته وسېده.

افغان لوبډلې د خپلې پاڼۍ ۴۸.۳ اورونه لوبولي وو او د ۷ وایکټو په زيان سره يې ۲۵۰ منډې جوړې کړې وې چې باران وشو او لوبه يې ودروله.

د باران د دوام له امله لوبڅاران اړ شول چې لوبه بې نتيجې اعلان کړي.

د دې سياليو په لومړۍ لوبه کې افغانستان اېرلنډ ته په پنځو وایکټو ماته ورکړې وه.