شاه محمود قریشي د اسلامي سازمان په غونډه کې برخه وانه خیسته

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جمعې په ورځ په متحد عربي اماراتو کې د اسلامي سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې برخه وانه خیسته.

ښاغلي قریشي د دې لپاره دا غونډه بایکاټ کړه چې اسلامي هېوادونو هند ته بلنه ورکړې وه چې په دې غونډه کې برخه واخلي.

د هند استازیتوب په دې غونډه کې چې د جمعې په ورځ په ابوظبي کې وه، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سوشما سواراج وکړه.

مېرمن سواراج په دې غونډه کې د اسلامي سازمان پر غړو هېوادو غږ وکړ چې د ترهګرو مخه باید ونیسي، د دې اشاره په ځانګړي ډول پاکستان ته وه، خو د پاکستان نوم یې وانه خیست.

دې وویل:

"که چېرته تاسو د انسانیت د خوندیتوب لپاره هڅه کوئ، نو بیا باید هغو هېوادونو ته چې ترورېستان تمویلوي او هغوی ته پناه ورکوي، دا ووایاست چې د دې ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي، د هغوی د کمپونو مخه ونیسي او ترورېستي سازمانونو ته دې په خپله خاوره کې له مالي مرستې او له پناه ورکولو لاس واخلي."

تر غونډې مخکې اسلام اباد ویلي وو چې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د دوی دا غوښتنه ونه منله چې د هند له بلنې لاس واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څرګنده کړه چې هند د اسلامي سازمان د اووه پنځوسو غړو هېوادونو غړیتوب نه لري، نو څرنګه غونډې ته رابلل کېږي.