د هندي او پاکستاني ځواکونو د توپونو ډزو خلک وژلي

پاکستاني ځواکونه

هندي او پاکستاني ځواکونو په کشمیر کې پر یوه بل د توپونو ډزې کړې دي او دواړو لوریو یو بل ملامته کړي چې ډزې یې لومړی پیل کړې دي.

د هند د پولیسو یوه افسر نن وویل، د کریشنا ګټي په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو د تېرې شپې د ډزو پر مهال یوه څلرویشت کلنه مېرمن، د هغې یو پنځه کلن زوی او نهه کلنه لور وژل شوي دي.

هندي ځواکونه وايي چې تر دې وروسته دوی په ځوابي ډزو لاس پورې کړ.

بل لور ته د عمر اعظم په نوم یوه پاکستاني حکومتي چارواکي نن څرګنده کړه چې هندي عسکرو د کنټرول کرښې ته څېرمه پر کلیو ډزې کړې دي چې له امله یې یو هلک وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي او د دې په ځواب کې پاکستاني ځواکونو ځوابي ډزې کړي دي.