په واشير ولسوالۍ کې د ملي اردو د ۲۱۵ قول اردو پر مرکز په حمله کې ۲۳ عسکر وژل شوي او ۱۵ زخمیان شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پرون د مارچ په لومړۍ نېټه ازادي راډیو ته وویل چې حمله ۲۰ وسله والو کړې وه چې ټول وژل شوي دي.
ځواک وویل:
"فعلاً ساحه تصفیه ده، د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده، د وسله والو جسدونه را ایستل شوي، هغه افغان سرتېري هم چې هلته په شهادت رسېدلي یا زخمیان شوي وو، را ایستل شوي دي."
په واشیر کې د پرونۍ حملې مسئولیت وسله والو طالبانو اخیستی، د طالبانو یوه ویاند ادعا کړې چې په حمله کې امریکايي عسکر هم وژل شوي، خو د هلمند د والي ویاند دا خبره رد کړه.
عمر ځواک وویل چې په هلمند کې د پخوا په پرتله د وسله والو طالبانو فعالیت ډېر کمزوری شوی دی.