په دوحه کې به نن د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرې بیا پیل شي

په قطر کې د طالبانو دفتر

په دوحه کې به نن شنبه د مارچ په دوهمه د افغانستان د سولې په اړه د امریکا او طالبانو استازي خبرې له سره پیل کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو له استازو سره په خبرو کې یې د دوه ورځنۍ وقفې پرېکړه کړې ده.

خلیلزاد پر ټوېټر په یوه پيغام کې لیکلي چې د طالبانو له استازو سره د خبرو دا دور جدي او مثبت و.

هغه په یوه ټوېټ کې ولیکل چې په دوحه کې د پرمختګونو ترڅنګ په کابل کې هم د داسې یوه ملي ټیم د جوړولو لپاره پرمختګ شوی چې له طالبانو سره به په بین الافغاني خبرو کې ګډون وکړي.

خلیلزاد ولیکل چې له طالبانو سره پر څلورو مهمو مسئلو خبرې کېږي، خو نور جزیات یې ورنه کړل.

خو طالبانو په یوه بیان کې وویل چې له خلیلزاد سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او پر داسې ضمانت چې د افغانستان خاوره به بیا د ترورېستانو لپاره په امن سیمه نه بدلېږي، خبرې کېږی.

ازاد خبریال سميع الله یوسفزي له دوحې ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې پر اوربند او د افغانستان له حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې د بحث دوه نورې مهمې مسئلې دي.