په افریقا کې د امریکا پوځي چارواکي د الشباب د وسله والې ډلې د ۲۶ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
دا کسان په یوه هوایي حمله کې وژل شوي دي.
د امریکا پوځ پرون شنبه د مارچ په لومړۍ نېټه په یوه اعلامیه کې تأیید کړه چې دا هوايي عملیات تېره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د سومالیا په جنوب کې شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د عملیاتو هدف د الشباب پر وسله والو فشار زیاتول او د سومالیا پر خلکو د هغوی د هماهنګو حملو مخنیوی دی.
د امریکا پوځ سږکال په سومالیا کې دالشباب د وسله والې ډلې پر ضد ۲۴ هوايي حملې کړې دي.
د سومالیا په پلازمېنه موګادېشو کې په وروستۍ چاودنه کې چې مسؤلیت یې الشباب واخیست، نولس تنه ووژل شول.