د امریکا متحدو ایالاتو د ونزویلا د حکومت پر شپږو لوړ رتبه امنیتي چارواکو بندیز ولګاوه.
د امریکا د خزانې وزارت پرون شنبه د مارچ په لومړۍ نېټه وویل چې دې کسانو په ونزويلا کې خلکو ته د مرستې د موادو د انتقال مخنیوی کړی دی.
د خزانې د وزارت د اعلامیې پر اساس، په دې کسانو کې د ونزویلا د ملي ګارد او پولیسو چارواکي شامل دي.
هغوی د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ته نږدې کسان دي.
د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې په ونزویلا کې یو بشري بحران روان دی او د مادورو رژیم ميلیونونه وګړو ته چې د خوراکي موادو او دوا له سختې قحطۍ سره مخامخ دي، د نړیوالو مرستو د ور ورسېدو مخنیوی کوي.
د رپوټونو پر اساس، د امریکا حکومت د ونزويلا پر ولسمشر نیکولاس مادورو فشار زیات کړی، څو له واکه لېرې شي او څوکۍ د اپوزیسیون مشر خوان ګوایدو ته ور پرېږدي.