چارواکي: سرپل کې کلابند افغان ځواکونه روغ خپل مرکز ته رسیدلي

ارشیف

په شمال کې د ملي اردو چارواکي وايي، هغه افغان ځواکونه چې د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په دوابه سیمه کې د طالبانو له‌خوا کلابند شوي وو، روغ خپل مرکز ته رسیدلي دي.

له دې مخکې طالبانو ادعا کړې وه چې په سیمه کې په یوه کمین کې یې درې افغان سرتېري اسیران کړي دي او څلور رینجر، دوه ټانکونه او یو امبولانس یې ترې ضبط کړي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل چې افغان پوځیان له مرګ ژوبلې پرته یوه امن ځای ته لېږدول شوي دي.