فاریاب: طالبانو د ملي اردو او ولسي پاڅون کوونکو ۱۴ سرتېري وژلي

د فاریاب ولایتي شورا وايي، طالبانو په قیصار ولسوالۍ کې د ملي اردو او ولسي پاڅون کوونکو ۱۴ سرتېري وژلي او ارکلیک سیمه یې نیولې ده.

د ولایتي شورا غړي محمدنادر سعیدي نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغان ځواکونو او طالبان ترمنځ تېره شپه په‌دې سیمه کې جګړه وشوه چې په نتیجه کې د ملي اردو نهه او د ولسي پاڅون کوونکو پنځه سرتېري مړه او ۱۲ نور ټپیان شول.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمدحنیف رضايي په قیصار کې د افغان ځواکونو تلفات تأییدوي، خو وايي، دقیق شمېر یې نه‌دی معلوم.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.