ناټو: د داعش او نورو تروریستي ډلو پرضد جګړه پای ته نه‌ده رسېدلې

د ناټو عمومي منشي

د ناټو عمومي منشي وايي، د اسلامي دولت یا داعش ډله او نورو تروریستي ډلو پر ضد جګړه د نسلونو جګړه ده او پای ته نه‌ده رسېدلې.

ینس سټولټنبرګ پرون د سلواکیا په کوشیڅ Kosice ښار کې د ناټو د ختیځې اروپا د غړو د غونډې په څنډه کې وویل، داعش ډله په افغانستان او نورو هېوادونو کې بېلابېل سازمانونه لري، خو هغه زیاته کړه چې ناټو د دې ډلو په ځپلو کې بریالۍ وه.

سټولټنبرګ زیاته کړه:

"داعش پټ فعالیت کوي او د ډېرو تروریستي حملو مسوولیت یې منلی. دوی هڅه کوي چې په سوریه، عراق او نوره نړۍ کې په نورو بڼو فعالیت وکړي. دوی په نورو هېوادونو کې بېلابېلې ډلې او سازمانونه لري. مثلاً په افغانستان کې داعش ډله او خراسان څانګه دواړه شته. دا ډله په افریقا او نورو سیمو کې هم فعاله ده. نو دا د نسلونو مبارزه ده او پای ته نه‌ده رسېدلې."

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې له دې ډلې سره په مبارزه کې د ناټو ونډه خورا مهمه وه.

سټولټنبرګ وویل، ناټو داعش ډلې ته د قلمرو او له دې قلمرو څخه د عوایدو د ترلاسه کولو اجازه نه ده ورکړې.