د ځینو سیاسیونو فکر لا هم د ښځو په اړه د طالبانو په څېر دی؟

د سولې په اړه د ښځو د ملي اجماع يو شمېر ګډون‌والې ښځې وايي، ځینې سیاسیون د دې لپاره چې ښايي طالبي افکار ولري، د اعتماد وړ نه‌دي.

د افغانستان د سولې په اړه د ښځو د ملي اجماع يو شمېر ګډون‌والې ښځې ډاډه نه‌دي چې ځینې افغان سیاسیون به له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د ښځو د حقونو موضوع جدي ونیسي.

د دوی باور دا دی چې ښايي د ځینو سیاسیونو فکر لا هم د ښځو په اړه د طالبانو په څېر وي.

د سولې په اړه د ښځو د مشورتي کمېټې غړې کویتا صدیقي په کابل کې د يوې خبري ناستې په څنډه کې په‌دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"تېره ورځ موږ ولیدل چې زیات شمېر مخکښو سیاسي څېرو د بلنې سره سره د سولې په اړه د ښځو ملي اجماع کې ګډون و نه‌کړ، د دوی د دغې کړنې نه داسې اټکل کېږي چې دوی طالباني افکار لري او ښايي د ښځو ضد او له تبعیضه ډک لیدلوری وجود ولري."

د سولې په اړه د ښځو د مشورتي کمېټې غړې کویتا صدیقي

د سولې په اړه د ښځو ملي اجماع تېره ورځ په کابل کې د لومړۍ مېرمنې په نوښت د هېواد د ۳۴ ولایتونو نه د څه باندې ۳۵۰۰ ښځو په ګډون ترسره شو چې په‌کې ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون کړی و.

د دغه اجماع په پای کې يو پرېکړه‌لیک هم صادر شو چې په‌کې د جګړې له ښکېلو اړخونو پرته له کوم قید او شرطه د اوربند او د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه شوې ده.

په دغه پرېکړه‌لیک کې ښځو د غېر مسؤلو وسله‌والو د بې وسلې کولو او د معافیت فرهنګ د ختمولو غوښتنه هم وکړه.

  • د ولسمشریزو انتخاباتو ترسره کېدل.
  • د مؤقت حکومت محکومول.
  • په تېرو څو کلونو کې د ښځو د لاسته راوړنو، اساسي قانون او نورو ارزښتونو ساتنه هغه نورې غوښتنې وې چې په‌دغه پرېکړه کې ورته د ښځو له‌خوا اشاره شوې ده.

د دې اجماع يوې بلې ګډون‌والې سارا سیرت د جمعې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، ښځې نه غواړي چې د سولې په مذاکراتو کې د دوی په لاسته راوړنو معامله وشي.

د دې په خبره، ښځې په هېڅ صورت چمتو نه‌دي چې د سولې له مذاکراتو وروسته دې بېرته په کورونو کې کیني.

په ورته وخت کې د افغانستان د لومړۍ مېرمنې د دفتره مشاوره زهره يوسف وايي، ښځې باید دا ډاډ ولري چې دوی په‌خپله کولای شي د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي.

د دې په خبره، ځينې نارینه سیاسیون د ښځو لپاره د ډاډ وړ نه‌دي.

اغلې يوسف د ښځو اجماع ته اشاره کوي چې په هغه کې ځينو سیاسیونو له ګډونه ډډه وکړه.

د افغانستان د لومړۍ مېرمنې د دفتره سلاکاره زهره يوسف

​نوموړې زیاته کړه:

"د بېلګې په ډول، «د افغانستان د علماوو د شورا رئیس» ښاغلي کشاف، د مشرانو جرګې رئیس ښاغلي مسلمیار، د سولې د عالي شورا د دارلانشاء رئیس محمد عمر داودزی، لوی څارنوال او ځينې نور سیاسي مشران چې په په ټلوېزیونونو کې یې څېرې وینو چې اجماع ته بلل شوي وو، خو دوی ځانونه په تکلیف نه‌کړل او رانه‌غلل، موږ يوازې دوی ته ګوته نه‌نیسو، خو طالباني ذهنیت وجود ولري، که د افغانستان د پېژندل شوېو سیاسیونو ښځې او لوڼې بهر نه را وځي او وايي چې ډموکراسي د همسایه لور لپاره ښه ده او زما د لور لپاره نه، نو قضاوت تاسو وکړئ."

د کومو کسانو نومونه چې اغلې زهرې يوسف ياد کړل په‌دې اړه یې لا کومه تبصره نه‌ده کړې.

خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته او له طالبانو سره د حکومت د مرکچي پلاوي غړې حسینه صافی چې په‌دغه ناسته کې یې ګډون درلود وویل چې د ښځو اړوند هره مسئله باید واورېدل شي او وړاندیزونه یې عملي شي.

دا څرګندونې په‌داسې حال کې مطرح کېږي چې په‌دې وروستیو کې امریکايي چارواکي د طالبانو له استازو سره د سولې په خبرو بوخت دي.

طالبانو له دې وړاندې ویلي، د اسلامي شریعت مطابق د ښځو حقونو ته قائل دي او د مسکو ناسته چې څه موده وړاندې د ځینو سیاسیونو او طالبانو په ګډون په مسکو کې وشوه، په‌کې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي هم ګډون کړی و.

د افغانستان حکومت هم ویلي دي چې د طالبانو سره د مذاکرانو د پېلیدو په صورت کې به ښځو ته هم ونډه ورکړل شي.

راپور: محمد واصل وصال