د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۵۶ وسلهوال وژل شوي، دېرش تنه ټپیان او ۱۳ نور ژوندي نیول شوي دي.
دفاع وزارت په یوه بیان کې چې نن سهار خپور شو ویلي دي چې دا حملې د لسګونه کومانډويي عملیاتو او هوايي حملو په ترڅ کې ترسره شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې دا عملیات د ننګرهار، لغمان، خوست، پکتیکا، غزني، ارزګان، هلمند او بغلان ولایتونو په اړوندو سیمو کې شوي دي.
وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.