د بلخ ولايت چارواکي وايي، په چهاربولک ولسوالۍ کې ۳ پولیس له وسلهوالو طالبانو په جګړه کې وژل شوي دي.
په چاربولک کې د محلي پوليسو يو قوماندان محمدامان ازادي راډيو ته وويل، دا جګړه تېره شپه په اق تېپې سیمه کې د پولیسو پر پوستو د وسلهوالو له برید وروسته پیل شوه.
نوموړی وايي، په نښته کې څلور پوليس هم د وسلهوالو طالبانو لهخوا اسيران شوي.
ښاغلی امان زیاتوي چې طالبانو ته هم په جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دقيق شمېر يې نه دى معلوم.
طالبانو پهدې اړه څه نه دي ويلي.
په وروستيو نژدې دوو مياشتو کې د بلخ په یو شمېر ولسواليو لکه چهاربولک، چمتال او شولګرې کې د ناامنيو پېښې زیاتې شوي دي.