د اروپا د بشري حقونو محکمې په دوو جلا قضیو کې فرانسه او یونان له ماشومانو سره د بد چلند له کبله جریمه کړي.
دې محکمې پرون په خپل حکم کې فرانسې ته امر وکړ چې هغه افغان زلمي ته چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یې ۶ میاشتې د کالې Calais د کډوالو په کمپ کې تېرې کړې پنځلس زره یورو تاوان ورکړي.
د جمیل خان په نوم دا هلک هغه مهال ۱۲ کلن و او په کالي کمپ کې اوسېده چې حکومت د دې کمپ د ویجاړولو امر وکړ.
هغه مهال د فرانسې یوې محکمې حکم هم کړی و چې باید د دې ماشوم ساتنه وشي، خو د ایالت چارواکو دا امر نه و، عملي کړی.
جمیل خان په همغه کال بریتانیا ته ولاړ او اوس په برمنګهم کې اوسي.
د اروپا د بشري حقونو محکمې په دوهمه قضیه کې، د یونان حکومت ته امر کړی چې نهو تنکیو زلمیانو ته ۴ زره یورو تاوان ورکړی.
پهدې ډله کې شپږ سوریایان، دوه عراقیان او یو مراکشی شامل دي چې په ۲۰۱۶ کال کې یونان ته ورسېدل.
د محکمې د څېړنو له مخې دا هلکان مخکې له دې چې د مهاجرت د ادارې چارواکو ته وسپارل شي د درېیو او پنځو اونیو ترمنځ د پولیسو یا سرحدي ګارډ په توقیف کې وو.