افغان کرکټ لوبډله سبا شنبې د ایرلنډ پر وړاندې لوبېږي

په پام کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا شنبې د ایرلنډ پر وړاندې خپله دوهمه یو ورځنی لوبه وکړي.

افغان لوبډلې پرون خپله لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه په پنځو ویکټو له ایرلنډ څخه وګټله.

بیټینګ ایرلنډ پیل کړ، په ۴۲ اوورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او د افغانستان لوبدلې ته یې د ۱۶۲ منډو هدف ورکړ.

افغان لوبډله په ۴۲ اوورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو هدف ته ورسېده او لوبه یې وګټله.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د لوبو لړۍ چې درې شل اووریزې او پنځه یو ورځنۍ مسابقې او همدا راز یوه ټېسټ لوبه په‌کې ده، تېره اوونۍ د روانې کب میاشتې په دوهمه نېټه پیل شوه او تر ۲۴مې پورې دوام کوي.

افغان لوبډلې له ایرلنډه د دې لړۍ درې واړه شل اووریزې مسابقې هم ګټلې دي.