په قطر کې به د سولې خبرې سبا شنبې بیا پیل شي

په پام کې ده چې په قطر کې د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې له یوې دوه ورځنۍ وقفې وروسته سبا شنبې بیا پیل شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد چې د دې خبرو مشري کوي پرون پر ټویټر په یو پیغام کې د تېرو درېیو ورځو خبرې ګټورې بللي او وايي چې دوی د تفاهم او بالاخره سولې پر لور ټکني، خو استوار ګامونه اخلي.

خلیل‌زاد زیاتوي چې دواړه لوري به د دې دوه ورځنۍ وقفې پر مهال په خپلو کې سلا مشورې وکړي.

هغه همدا راز یادونه کړې چې په قطر کې له روانو خبرو سره په یو وخت کې په کابل کې د بین‌الافغاني خبرو لپاره د یوه ملي ټیم د جوړېدو په هڅو کې هم پرمختګ شوی دی.

افغان حکومت د قطر په خبرو کې ګډون نه‌لري او د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي چې له دې خبرو څخه د دوی تمې تراوسه نه‌دي ترسره شوي.