ولسمشر غني بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي

ولسمشر اشرف غني پرون یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

ښاغلي غني په کابل کې د افغان امنیتي دفاعي ځواکونو د ستاینې په غونډه کې وویل، د جګړې شرعي جواز نشته او طالبان باید د نړیوالو ترڅنګ له افغان حکومت سره خبرې وکړي:

"پر طالبانو غږ کوم چې د افغانستان ولس ته یو دلیل ووایئ چې ستاسو جګړه مشروع ده. د څه لپاره جنګېږئ، د چا په مقابل کې جنګېږئ؟ د ملي وحدت حکومت لکه چې ژمنه کړې وه، تاسو ته شرایط برابر کړل چې له نړۍ سره او له موږ سره وغږېږئ."

افغان ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمینځ خبرې روانې دي، خو په دې خبرو کې افغان حکومت ته د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.