نړيوال بانک: ۳۵ هېوادونو په کاري ځای کې د ښځو د جنسي ځورونې پرضد قوانين عملي کړي

نړيوال بانک یو راپور خپور کړی چې په ټوله نړۍ کې د یوې لسيزې پرمهال یې د ښځو د کاري ژوند د پړاوونو په اړه یو راپور خپور کړی دی.

په‌دغو پړاوونو کې له کار موندلو څخه تر تقاعدي او بیا ترقانوني خوندیتوبه پړاوونه په نظر کې نیول شوي دي.

د نړۍ له ۱۸۷ هېوادونو څخه معلومات راټول شوي او د تېرو لسو کلونو پر مهال نړيواله کچه په اوسط ډول له اويا څخه تر پنځه اويا پورې لوړه شوې ده.

۱۳۱ هېوادونو په قوانينو کې اصلاحات راوستلي چې په اقتصادي برخه کې د ښځو ونډه زياتوي.

پنځه دېرشو هېوادونو په کاري ځای کې د ښځو د جنسي ځورونې پر ضد قوانين عملي کړي دي چې په نتيجه کې يې د تېرې لسيزې په پرتله دوه میليارده اضافي ښځې خوندې شوي دي.

دوه ويشتو هېوادونو د ښځو پر کار کولو محدودیتونه لغوه کړي او له دې سره ښځې کولای شي په هغو برخو کې هم کار وکړي چې پخوا یې نه‌شو کولای.

لس کاله مخکې هېڅ هېواد دا ادعا نه‌شوای کولی، خو شپږ هېوادونه، بلجیم، ډنمارک، فرانسه، لاتویا، لوګزامبورګ او سویډن په کاري ساحه کې ښځو او نارینه‌وو ته سل فیصده برابر حقونه ورکوي.

د قزاقستان او اوکراين په ګډون نهه هېوادونه د تقاعدي اخېستلو لپاره د ښځو او نارینه‌وو عمرونه یو ډول ټاکي.

بلغاریه او ترکیه له هغو شپږو هېوادونو دي چې د اولاد زېږېدو په صورت کې نارينه کولای شي رخصتي واخلي.

راپور په جنوبي اسیا کې د هندوستان، بنګله‌دېش او نيپال په ګډون د شپږو هېوادونو يادونه کوي چې د کار پر ځای کې يې د جنسي ځورونې پرضد قوانين عملي کړي دي.

مالديپ همدا راز یاد شوی چې په کاري ځای کې يې د جنسي ځورونې پرضد قانون عملي کړی او د تاوتریخوالي پرضد يې قوانين جوړ کړي، نارينه‌وو ته د اولاد زېږېدو په صورت کې د رخصتي کولو حق ورکړل شوی او د پور اخېستونکو د جنسیت پر اساس يې توپيري چلند له منځه وړی دی.

افغانستان په ۲۴ هېوادونو کې پر ۲۳مه شماره ياد شوی دی چې باید په‌دې برخه کې ډېر کار وکړي.

امريکا هم په دې لېست کې لسم یاد شوی دی چې باید په کاري ساحه کې د ښځو وضعیت ښه کړي.

تر افغانستان وروسته په پای کې ايران یاد شوی چې په‌دې برخه کې يې ډېر کار او پرمختګ نه‌دی کړی.