ارزګان کې د جګړې د لومړۍ کرښې د سرتېرو حال!

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د جګړې د لومړۍ کرښې سرتیري وايي، دولت يې هغه اړتیاوې نه‌دي ورپوره کړي کوم چې دوی ورته اړتیا لري.

دوی د کب ۹مه چې د افغان سرتیرو د ورځې په نوم نومول شوې او په ټول افغانستان کې په شانداره مراسمو لمانځل کېږي، تشه په نامه ورځ یاده کړې او غوښتنه يې وکړه چې د شعار پرځاي په عمل کې سرتېرو ته خپل حق ورکول شي.

د یادو مراسیمو پر مهال د ارزګان والي وویل چې په‌دغه ولایت کې د سرتېرو
په لیکو کې یې د فساد مخه نیولې.

دا په‌داسې حال کې ده چې یاده ورځ په ترینکوټ ښار کې هم په شانداره مراسمو
سره ولمانځل شوه.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور