پهداسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره په خبرو بوخت دی، په کابل کې هم د یوه پیاوړي مذاکره کوونکي ټیم د رامنځته کېدو لپاره هلې ځلې روانې دي.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د حکومت د سولې په مذاکره کوونکي پلاوي کې د بدلون لپاره له بېلابېلو اړخونو سره سلا مشورې پيل شوي.
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۹» پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د دې لپاره چې د سولې پروسه په ښه توګه مخکې ولاړه شي، په هغه وخت کې چې مذاکره کوونکی پلاوی اعلان شوی و، اشاره شوې وه چې په دغه پلاوي کې بدلون او پراختیا راتلی شي، د سولې په بېلابېلو پړاونو کې هر څه ارزیابي کېږي او وبه لیدل شي چې د مذاکره کوونکي پلاوي ماهیت او مؤثریت تر کومه حده دی، پهدې اړه کار روان دی او مشورې پيل شوي چې د افغان دولت په مذاکره کوونکي پلاوي کې لازم تغییرات راوړل شي."
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
دا پهداسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له سیاسي استازو سره په پنځم پړاو خبرو بوخت دی.
ښاغلي خلیلزاد په خپل یو تازه تویټ کې لیکلي، پهداسې حال کې چې په دوحه کې د طالب استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي، په کابل کې هم د سولې د خبرو د یو ټیم د رامنځته کېدلو په برخه کې پرمختګ راغلی دی.
په ظاهر کې د زلمي خلیلزاد اشاره د افغانستان د جمهوري ریاست د مسؤلینو هغه څرګندونو ته و چې ویلي یې دي، د مذاکره کوونکي پلاوي په لېست کې بدلون راځي.
افغان حکومت په تېر قوس میاشت کې له طالبانو سره د حکومت د مذاکره کوونکي ۱۱ کسیز پلاوي لېست اعلان کړ.
پهدغه لیست کې یو کس د عالمانو شورا، یو کس د ملي شورا او پاتې نهه تنه نور حکومتي چارواکي دي.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د لېست تر اعلان وروسته په یوه خبري ناسته کې ویلي و، که طالبان سولې ته ژمن وي، نو له افغان دولت سره دې د مذاکره کوونکي پلاوي لېست اعلان کړي.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
پهدې وروستیو کې طالبانو د خپل مذاکره کوونکي پلاوي لېست اعلان کړ، خو دغې ډلې ویلي چې اعلان شوی پلاوی به له امریکايي چارواکو سره خبرې کوي، نه له افغان حکومت سره.
که څه هم د افغانستان جمهوري ریاست نهدي ویلي چې د مذاکره کوونکي پلاوي په لېست کې به څه ډول بدلون راځي؟ خو د طالبانو یو شمېر پخواني غړي وايي، پهدغه لېست کې باید د بېطرفه کسانو، سیاسي ګوندونو او څېرو چې له حکومته دباندې وي، نومونه شامل شي.
د طالبانو پخواني غړي سید اکبر اغا چې دا مهال په کابل کې اوسېږي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:
"ویلی شم دولت چې کوم پلاوی اعلان کړی و چې دولتي و، زیات اړتیا محسوسېږي چې د ملت نور کسان پهدغه ټیم کې شامل کړای شي، څو دغه ټیم ملي شي، طالبان هم له ملي پلاوي سره باید همغږي شي، که دولت په پلاوي کې خپل کسان راوړي، ګټهیې دولت ته رسېږي او همدا شان کله چې طالبان په خپل پلاوي کې کسان راوړي، ګټهیې طالبانو ته رسېږي."
د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر اغا
- دا چې حکومت په مذاکره کوونکي پلاوي کې څه ډول بدلون راولي؟
- او ایا طالبان به چمتو شي چې له نوي پلاوي سره خبرې وکړي کهنه؟
سید اکبر اغا وايي، تر کومه چې له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان نهشي، طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته نهحاضرېږي.
د نوموړي په خبره که دولت په خپل مذاکره کوونکي پلاوي کې تغییرات راوړي، د سولې په خبرو به بېتأثیره نهوي.
راپور: رحمتالله افغان