د امريکا او شمالي کوریا د مشرانو سرمشريزه بې‌نتيجې پای ته ورسېده

"ښی" د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ "کین" د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره

د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوريا د مشر کېم جونګ اون دوهمه سرمشريزه د ویتنام په پلازمېنه هانوی کې د چهارشنبې په ورځ پیل شوه، خو وروسته څرګنده شوه چې ټرمپ او کېم کومې مهمې نتيجې ته ونه‌رسېدل.

په دې اړه نور:

سپینه ماڼۍ: نن به د ولسمشر ټرمپ او ښاغلي کېم ترمنځ اعلامیه لاسلیک شي

ډونالد ټرمپ ویلي، دا ځکه چې شمالي کوریا له امریکايي چارواکو وغوښتل چې پر شمالي کوریا لګېدلي ټول بنديزونه بايد لیرې شي.

ټرمپ زیاته کړه:

"دوی غوښتل چې بنديزونه په بشپړه توګه لیرې شي او موږ دا کار نه‌شو کولای. دوی چمتو دي زموږ له غوښتنې سره سم یوه پراخه برخه، له اټمي وسلو پاکه کړي، خو موږ نه‌شو کولای ټول بنديزونه لیرې کړو. نو موږ به په‌دې اړه کار ته دوام ورکړو او ګورو به."

د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ

په دې اړه نور:

د امریکا د ولسمشر او د شمالي کوریا د مشر غونډه پای ته ورسېده

خو ټرمپ زیاته کړه چې کېم ده ته ډاډ ورکړ چې هېواد به‌يې اټمي فعالیتونه او تجربې نه‌کوي.

ټرمپ او کېم تر ټاکل شوي وخت مخکې د غونډې له ځایه ووتل او د ګډ توافق د لاسليک مراسم لغوه شول.

ټرمپ ويلي، ځيني وختونه موږ بايد ووځو او دا هماغسې وخت وو.

نن د ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون د سرمشريزې دوهمه ورځ وه.

کېم تر غونډې مخکې ويلي و چې هیله لري د سرمشريزې په دوهمه ورځ به له ټرمپ سره خبرې یوه نتيجه ورکړي.

په دې اړه نور:

شمالي کوريا: کېم جونګ اون به ټرمپ سره د کتنې لپاره ويټنام ته لاړ شي

ټرمپ د غونډې په دوهمه ورځ وويل چې دی د کوريا ټاپو وزمې له اټمي وسلو څخه د پاکولو په اړه توافق ته د رسېدو عجله نه‌لري، بلکې داسې موافقه کول غواړي چې سمه وي.

دواړو مشرانو لومړی ځل د ۲۰۱۸ میلادي کال په جون مياشت کې په سنګاپور کې سره ليدلي وو.

دا د یوه امریکايي ولسمشر او شمالي کوریا د مشر ترمنځ لومړۍ داسې غونډه وه.

د هغې غونډې په نتيجه کې کېم ژمنه کړې وه چې له اټمي وسلو څخه به د کوريا ټاپو وزمې پاکولو پر لور کار وکړي، خو له هغه راهیسې په‌دې برخه کې ډېر پرمختګ نه‌دی ليدل شوی.