له جلال اباد ښار څخه څه د پاسه ۲۰۰ معتادین راټول او د علاج لپاره روغتيايي مرکزونو ته ولېږل شول.
د ننګرهار ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې رئیس ازادي راډیو ته وویل، د ننګرهار ولایت د مقام او عامې روغتیا وزارت ترمنځ د هوکړې پر اساس ۲۰۶ معتادین د جلال اباد ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول او د درملنې لپاره په کابل کې ابن سینا نومې روغتون ته ولېږل شول:
"بې سرپناه معتادین چې شمېر یې ۲۰۶ کسان وو، له جلال اباد ښاره را ټول او د درملنې مرکزونو ته انتقال شول. دغه ډول په ننګرهار ولایت کې هم د معتادینو د درملنې یو مرکز شته چې ۱۵۰ معتادین پهکې بستري دي او دوه نور مرکزونه هم شته چې ۶۵ ښځې او ماشومان پهکې بستري دي."
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې دا مهال په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه اتیا زره کسان په نشو اخته دي.