په بغلان کې څه د پاسه دوه زره کیلو ګرامه نشه‌يي مواد وسوځول شول

په بغلان ولایت کې څه د پاسه دوه زره کیلو ګرامه نشه‌يي مواد وسوځول شول.

د بغلان ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو په‌دې ولایت کې د ۱۳۹۷کال په بهير کې ۱۱۵ عملیات کړي دي.

د دې عملياتو په نتيجه کې په مرکز او ولسوالیو کې ۲۶۶۸ کیلو ګرامه نشه‌يي مواد نيول شوي او سوځول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د نشه‌يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۱۵۵کسان نیول شوي او له دوی سره ۷۱ نیول شوي موټرونه هم اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.