د امریکا د ولسمشر او د شمالي کوریا د مشر غونډه پای ته ورسېده

(ښی) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ (کین) د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده.

د غونډې هدف له اټمي وسلو د کوریاګانو د پاکولو موافقه وه، خو بې‌نتېجې پای ته رسېدلې ده.

د امریکا د ولسمشر ویاندې، سارا سندرز نن په یوه بیان کې وویل:

"دا ګړۍ کومه موافقه نه‌ده شوې، خو د دواړو خواو مذاکره کوونکې ډلې د راتلونکې کتنې او بیا خبرو په تمه دي."

سندرز د ټرمپ او کېم غونډه ښه او مؤثره بللې ده.

ټرمپ او کېم پرون او وړمه ورځ په ویتنام کې سره وکتل او خبرې یې وکړې.

دواړه نن د فبرورۍ په ۲۸مه د ویتنام له پلازمېنې هانوی د خپلو هېوادونو پر لور روان شول.