طالبانو ویلي چې په قطر کې پر دې جدي خبرې شوي چې له افغانستانه بهرني ځواکونه څرنګه وایستل شي او دا ضمانت څرنګه کېدلای شي چې افغانستان بیا د ترورېزم لپاره په امن ځای نهبدلېږي.
ذبیحالله مجاهد نن د فبرورۍ په ۲۸مه په یوه بیان کې ویلي چې دواړه خواوې دوه ورځې دمه کوي او د بیا کتنې لپاره ځانونه تیاروي.
د روېټرز خبري اژانس په حواله، طالبانو ویلي چې د هغوی نوي سیاسي مشر ملا عبدالغني برادر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت د استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو له قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د قطر د حکومت له لوړ رتبه چارواکو سره کتلي دي.