د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، په کندهار ولایت کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره له کابل نه پلاوی ور رسېدلی دی.
د دغه بورډ مشر رحمالدین حاجي اغا نن سهار ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي او د متشبثینو عالي بورډ په مشرۍ په دغه ولایت کې نن پر لارو له سوداګرو نه د ناقانونه اخاذیو، د میل ۸۷، د سوداګرو د مالیاتو او صادراتو د ستونزو د هواري په هدف غونډه روانه ده.
د نوموړي په خبره، پهدغه غونډه کې د زون په کچه سوداګر او صنعتکاران راټول شوي او هیلهمند دي چې ستونزو ته بهیې رسېدنه وشي.
دا پهداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د دغه ولایت سوداګرو شکایتونه درلودل چې شته ستونزو یې د کار پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.