د بلخ په چهاربولک کې د محلي پولیسو او وسله‌والو ترمنځ جګړه شوې

د افغانستان په نقشه کې د بلخ ولایت

د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې تېره شپه د محلي پولیسو او وسله‌والو ترمنځ جګړه شوې ده.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل‌شاه عادل نن ازادي راډیو ته وویل، وسله‌والو د شپې پر ۱۱ بجو د محلي پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې يې د دواړو غاړو ترمنځ ۶ ساعته جګړه وشوه.

د عادل په خبره په‌دې جګړه کې د محلي پولیسو یو قوماندان وژل شوی او څلور سرتېري ژوبل شوي دي.

د پولیسو په وینا په‌دې نښته کې د یو وژل شوي طالب مړی د دوی لاسته ورغلی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.