د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون مسکو ته ولاړ.
دی غواړي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وهڅوي چې په سوریه کې د ایران د حضور مخه ونیسي.
مخکې تر دې چې نتانیاهو له ولادیمیر پوتین سره وګوري، ده وویل:
"په سیمه کې د امنیت او ثبات تر ټولو ستر ګواښ ایران او د هغه متحدانو رامنځته کړی دی او موږ به هره هغه هڅه وکړو چې د دغه ګواښ مخه ونیسو."
د اسرائیل صدراعظم زیاته کړه چې د ایران پر ضد چې د اسرائیل د لهمنځه وړلو خبرې کوي، خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم له نتانیاهو سره تر لیدو مخکې وویل چې دا ډېره مهمه ده چې د سیمې پر امنیت او ثبات خبرې وکړي.