د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نوې ودانۍ پرانیستل شوه.
د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست احمد حسین احمدپور وویل، دا ودانۍ پرون چهارشنبه د وزارت د مرستیالې مژګان مصطفوي له لوري پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښاغلي احمدپور په وینا پر دې ودانۍ د ښار جوړونې د وزارت تر ۲۳ میلیونه ډېرې افغانۍ لګېدلې دي.