ټاکل شوې ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د سولې خبرې د شنبې په ورځ بیا له سره پیل شي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر یوه استازي چې نهیې غوښتل نومیې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې نن او سبا مو د استراحت ورځې اعلان کړې دي او پهدې دوو ورځو کې له خپلو مشرانو سره سلا مشوره کوو.
دا پنځم ځل دی چې زلمی خلیلزاد او د طالبانو استازي غونډې کوي.
روانې خبرې د سې شنبې په ورځ پیل شوې او تر اوسه د غونډې د برخهوالو په وینا دومره ویل شوي دي چې خبرې ګټورې دي، خو نور تفصیل نهدی ورکړل شوی.