سپینه ماڼۍ: نن به د ولسمشر ټرمپ او ښاغلي کېم ترمنځ اعلامیه لاسلیک شي

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ به نن یو ځل بیا د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د ویتنام په پلازمېنه هانوی کې وګوري.

سپینه ماڼۍ وایي، نن به د ولسمشر ټرمپ او ښاغلي کېم ترمنځ یوه اعلامیه لاسلیک شي، خو د دې اعلامیې د جزئیاتو په اړه‌یې څه نه‌دي ویلي.

د دواړو مشرانو نننۍ خبرې تر دې راڅرخي چې څرنګه کوریا ټاپو وزمه له اټمي وسلو تشه شي او د شمالي کوریا د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پروګرام ودرېږي.​د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون

د امریکا او شمالي کوریا مشرانو پرون د هانوی په مټروپول هوټل کې روغبړ وکړ، په دې لیدنه کتنه کې چې تر ماښامنۍ ډوډۍ مخکې د ۲۰ دقیقو لپاره وه، کېم جونګ اون خبریالانو ته وویل:

"موږ نن دلته د یوه بل تر څنګ ناست یوو، دا موږ ته دا هیله رابخښي چې دا ځل به بریالي یوو او د بریا لپاره به هڅې وکړو."

ولسمشر ټرمپ له خبریالانو سره د خبرو پر مهال پر دې ټینګار وکړ چې له اټمي وسلو د کوریا ټاپو وزمه له خالي کېدو به په شا نه‌شي او د ده خبرې به دا ځل ډېرې ګټورې وي.

ولسمشر ټرمپ له ښاغلي کېم سره د تېر ځل خبرو ته اشاره وکړه او ویې‌ویل:

"زموږ لومړۍ غونډه ډېره بریالۍ وه، زما په باور خورا بریالۍ وه. ځیني غواړي چې موږ باید ژر تر ژره لاس په کار شو، زه منم، موږ یې منو، تاسو یې هم منئ. موږ غواړو هغه څه چې ترسره کوو، ورته خوښ واوسو، خو فکر کوم چې زموږ لومړۍ غونډه یو ستر بریالیتوب و، هیله‌مند یم چې دا غونډه هم هو بهو لکه هماغه وي یا تر هغې هم ښه وي. موږ ډېر پرمختګ کړی، فکر کوم زموږ ستر پرمختګ زموږ په اړیکو کې و چې ډېر عالي دي."

ولسمشر ټرمپ

ټرمپ تر پرونۍ کتنې وروسته په ټویټر کې ولیکل چې له کېم جونګ اون سره‌یې ښه غونډه او ښه ډوډۍ لرله.

دې دواړو مشرانو تېر کال د جون په میاشت کې لومړی ځل په سنګاپور کې غونډه کړې وه.

په هغې غونډه کې شمالي کوریا ژمنه کړې وه چې له اټمي وسلو څخه به د کوریا ټاپو وزمه د پاکولو لپاره کار وکړي، خو تر دې دمه په‌دې برخه کې پرمختګ نه‌دی شوی.

شمالي کوریا له متحده ایالاتو او د هغې له متحدانو څخه دا هیله لري چې پر پیونګ یانګ لګېدلي بندیزونه لیرې کړي او واشنګټن غواړي چې کوریا له اټمي وسلو خالي شي او پیونګ یانګ داسې ضمانت ورکړي چې بیا به کله د اټمي وسلو د جوړېدو تکل نه‌کوي.