د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو په غبرګون وايي چې د هند او پاکستان روان کړکېچ د افغانستان د سولې په بهیر هېڅ اغېز نهشي لرلای.
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان سوله د افغانانو کورنۍ مسئله ده او د افغانستان د سولې بهیر د افغان حکومت ابتکار دی.
د دغه وزارت ویاند صبغتالله احمدي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۸» رسنیو ته په استولي وېډیويي پیغام کې ویلي:
"د افغانستان اسلامي جمهوريت په سیمه کې د کړکېچ د کمولو غوښتونکی دی، ترورېزم هغه مسئله چې ټوله نړۍ ورسره لاس او ګرېوان ده، افغانان د ترورېزم لوی قرباني دي، البته سوله د افغانستان کورنۍ مسئله ده له نورو هېوادونو سره هېڅ اړیکه نهلري، موږ هیله لرو چې پاکستانیان دې د سولې په تړاو خپلې ژمنې ترسره کړي او عملي ګامونه واخلي، ځکه په افغانستان کې ثبات په سیمه او پاکستان کې د ثبات لامل کېږي."
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تېره ورځ له خپل امریکايي سیال مایک پامپیو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي و چې د هند او پاکستان روان کړکېچ د افغانستان د سولې بهیر باندې منفي اغېز کولای شي.
له دې وړاندې په کابل کې د پاکستان سفیر او د پاکستان د پوځ ویاند هم ورته څرګندونې کړې وې.
دا پهداسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په هند کې په یوه انتحاري حمله کې له ۴۰ زیات هندي عسکرو تر وژل کېدو وروسته وړمه ورځ هندي جټ الوتکو د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد ډلې پر مرکزونو هوايي حملې وکړې.
د دواړو هېوادونو ترمنځ په تازه کړکېچ کې پاکستان ادعا کړې چې دوه هندي جټ الوتکې یې ویشتي او پیلوټانیې نیولي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا هند او پاکستان ترمنځ مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده.
د دغې شورا د دارالانشاء رئیس او د سیمهییزې اجماع لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي د چهارشنبې په ورځ په بهرنیو چارو وزارت کې په یوې غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هند او پاکستان ترمنځ د روانې ستونزې په راکمولو کې ارزښتمن رول ادا کړي.
نوموړي وویل:
"موږ پر نړیوالې ټولنې غږ کوو چې د هند او پاکستان ترمنځ د راپورته شوې ستونزې په راکمولو کې ارزښتمن رول ادا کړي، زموږ هېواد په سیمه کې په تېرو ۴۰ کلونو کې دننه او بهر د ستونزو لوړه بیه پرې کړې، ځکه نو په تاوتریخوالي، تلفاتو او د تاوتریخوالي په زیاتوالي خپه کېږو."
دا پهداسې حال کې ده چې دا مهال په قطر کې د طالب استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ د افغانستان په سوله خبرې روانې دي، وبه لیدل شي چې ایا رښتیا هم د پاکستان او هند ترمنځ روان کړکېچ د افغان سولې په بهیر منفي اغېز کولای شي که نه؟ دا به په راتلونکې کې معلومه شي.
راپور: رحمتالله افغان