د پاکستان فضا هند ته د افغانستان د پروازونو پر مخ وتړل شوه

ارشیف/ د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه

د پاکستان فضا هند ته د افغانستان د پروازونو پر مخ وتړل شوه.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې ویاند قاسم رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د الوتنې ټولې هغه کرښې چې د پاکستان له حریمه تېرېږي، تر راتلونکي اعلان پورې تړلې دي.

د افغانستان کام ایر هوایي خصوصي شرکت وویل چې نن سهار د دې شرکت یوې الوتکې ته چې هند ته روانه وه، د پاکستان له فضا څخه د تېرېدو اجازه ورنه‌کړل شوه او بېرته کابل ته ستنه شوه.