پاکستان او هند د یو بل د جنګي الوتکو د نسکورولو ادعا کړې

په پاکستان کې نسکوره شوې هندۍ الوتکه

پاکستان او هند دواړو په کشمیر کې د یو بل د جنګي الوتکو د نسکورولو ادعا کړې ده.

د پاکستان پوځ نن وویل چې د دې هېواد هوایي ځواکونو د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې دوه هندي الوتکې راغورځولي او دوه پیلوټان‌یې ژوندي نیولي دي.

هند د خپلې یوې الوتکې لوېدل تأیید کړي او وایي، د کشمیر په فضا کې د پاکستاني الوتکو د برید د خنثی کولو په عملیاتو کې یو هندي پیلوټ لادرکه دی.

هند زیاتوي د پاکستان یوه الوتکه‌یې راغورځولې ده.

پاکستان له خپل حریم څخه د سوداګریزو الوتکو تېرېدل تر راتلونکي اعلان پورې ځنډولي دي.

په‌داسې حال کې چې د هند هوایي ډګرونه هم بند دي، د نوې ډېلي په شمال کې د دغه هېواد د هوایي حریم ډېره برخه د ملکي پروازونو پر مخ تړل شوې ده.

په همدې حال کې د پاکستان صدراعظم خپل هندي سیال نرېندرا مودي ته د خبرو وړاندیز کړی دی څو یوې حل لارې ته ورسېږي.

عمران خان نن خپلو خلکو ته د وینا پر مهال وویل چې جګړه د دواړو اټمي وسلې لرونکو هېوادونو په ګټه نه‌ده.

هغه زیاته کړه:

"نن موږ اقدام وکړ. دا زموږ پلان وو چې هېڅ جانبي زیان او تلفات نه‌وي. موږ یوازې غوښتل هند ته ووایو چې که تاسو زموږ خاورې ته ننوتلی شئ، موږ هم دا وړتیا لرو چې ستاسو په خاوره کې پلټنې وکړو. دا زموږ هدف وو. دوه هندي مېګ الوتکې زموږ د خاورې له سرحدونو تېرې شوي. موږ هغه وویشتلې. غواړم دا هم تأیید کړم چې دوه پیلوټان زموږ په توقیف کې دي."

د پاکستان صدراعظم زیاتوي چې هېواد یې چمتو دی د فبرورۍ د ۱۴مې ځانمرګي برید د عاملینو په موندلو کې له هند سره همکاري وکړي.

په هغه برید کې چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې شوی وو، تر ۴۰ ډېر هندي ځواکونه ووژل شول.

په پاکستان کې دېره جیش محمد وسله‌والې ډلې د هغه برید مسؤلیت واخیست.