د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر او د شمالي کوریا مشر نن د ویتنام په پلازمېنه هانوې کې دوه ورځنۍ لیدنه پیل کړه.
دواړه مشران به سبا د پیونګ یانګ د اټمي وسلې او د توغندویي پروګرام په اړه خبرې وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خبریالانو ته وویل چې فکر کوي دا خبرې بهیې ډېرې بریالۍ وي.
دا تر یوه کال په کمه موده کې د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو دوهمه لیدنه ده.
ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون د ۲۰۱۸ میلادي کال په جون میاشت کې په سنګاپور کې سره لیدلي وو.
په هغې غونډه کې دواړو لورو د کوریا ټاپو وزمې د اټمي وسلې او د پیونګ یانګ د توغندویي پروګرام پر مخنیوي موافقه کړې وه، خو له هغه راهیسې پهدې کار کې د پام وړ پرمختګ نهدی شوی.