د مصر په مرکز قاهره کې د اور لګېدو پېښې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژلي

د اور لګېدو پېښه

له مصره راپورونه وایي، په پلازمېنه قاهره کې د رېل پټلۍ په یوه تم‌ځای کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د مصر امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې اور وروسته له هغه ولګېد چې اورګاډي په رمسیس تم‌ځای کې د پیاده رو له لوړې څوکۍ سره ټکر وکړ.

نا تأیید شوي راپورونه وایي، دا اور لګېدنه د تېلو په یوه ټانک کې د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.

د قاهرې چارواکي وایي، ښایي د تلفاتو شمېر ډېر شي.

لسګونه امبولانسونه او د اور وژنې کار کوونکي د پېښې ځای ته ورغلي دي.