په فراه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې ۱۶ وسلهوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محبالله محب ویلي، په لومړنۍ پېښه کې تېره شپه وسلهوالو طالبانو نیت درلود چې د فراه ولایت مرکز پورې اړوند دهک کلي کې پر امنیتي پوستې برید وکړ چې د افغان ځواکونو لهخوا یې مخه ونیول شوه.
د فراه د امنیه قوماندانۍ اعلامیه وایي چې پهدې پېښه کې دوه طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
په بله پېښه کې بیا طالبانو تېره ورځ د فراه رود په دوراهي کې د افغان امنیتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان د حملې نیت درلود چې د افغان ځواکونو په متقابل اقدام کې ۳ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.