"د چایو پیسې، ځان وخوځوه، زما شیریني" افغانستان کې د بډو اخیستو اصطلاحات!

آرشیف/ عکس تزئیني بڼه لري

په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې له مبارزې سره سره لا هم د کابل یو شمېر کابل ښاریان وايي چې یو شمېر دولتي کارکوونکي ترې د بېلابېلو اصطلاحاتو په ویلو سره د رشوت غوښتنه کېږي.

  • د چایو پیسې.
  • زما شیریني راکه.
  • ولې په رموز نه‌پوهېږې؟
  • ځان وخوځوه
  • او یو شمېر نور هغه اصطلاحات دي چې په یو شمېر دولتي ادارو کې د بډو د اخیستلو په هدف استعمالېږي او خلک‌يې اندېښمن کړي دي.

د کابل یو شمېر ښاریانو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۸» ازادي راډيو ته وویل چې حکومتي مأمورین د همدغه اصطلاحاتو او رمزونو په استعمال دوی ته پیغام ورکوي چې باید رشوت ورکړي.

بلال چې څه موده وړاندې یوې دولتي ادارې ته د خپل کار د اجراء په هدف ورغلی و او له همدغه ډول چلند سره مخ شوی و خپله کیسه داسې وکړه:

"څو ورځې وړاندې د کابل یوې ناحیې ته د خپل یو کار د اجراء لپاره ورغلم، د ناحیې یو مأمور بل ته وویل چې د دغه کس غاښونه خو ما برس کړل، د هغه بل‌يې ته برس کړه، یا هم وايي چې هېڅ په رموز نه‌پوهېږي یا هم ځان وخوځوه، همداغسې یو شمېر نور اصطلاحات دي چې دوی د رشوت د اخیستلو لپاره استعمالوي."

آرشیف/ د کابل یو شمېر ښاریان

بلال وايي، هر کله چې دولتي ادارو ته د خپلو کارونو د اجراء لپاره مراجعه کوي، څو چې پیسې ورنه‌کړي، کار يې نه‌کېږي.

له دې وړاندې یو شمېر مدني ټولنو او د ولسي جرګې غړو هم په دولتي ادارو کې د رشوت د اخیستلو یادونه کړې وه.

د افغانستان د څار بنسټ هم ویلي و چې لا هم د پوهنې او کانونو وزارتونو او په عدليې او قضايي ارګانونو کې فساد موجود دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې له اداري فساد سر مبارزه د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي چې د دغه ډول افرادو د پېژندلو او نیولو په هدف اقدامات او هلې ځلې کوي.​

د افغانستان د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

نوموړی وايي:

"په دولتي ادارو کې د رشوت او جرمونو په وړاندې له یوې خوا حکومت تدابیر او قوانین لري او له بلې خوا د دغه ډول کسانو د پېژندلو او نیولو لپاره لویه څارنوالي هم اقدامات کوي او په‌دې برخه کې ټولو افغانانو ته عامه پوهای هم ورکړل شوی چې د دغه ډول مواردو سره د مخ کېدو پر مهال باید لویه څارنوالي په جریان کې واچوي."

ښاغلی رسولي وايي چې په وروستیو څو میاشتو کې د رشوت څو قضیو ته رسېدنه شوې ده.

نوموړی همدا شان وايي، لویه څارنوالۍ له خلکو غواړي چې د دغه ډول قضیو سره د مخ کېدو پر مهال باید ۱۸۰ شمېرې سره په اړیکه کې شي او مسؤلین په جریان کې واچوي.

په همدې حال کې د افغانستان د مدني ټولنو د هم‌غږۍ مرکز مشر وحيدالله تړون وايي چې د حکومت له لوري د فساد په وړاندې اصلاحات رامنځته کول او مبارزه ستايي، خو غوښتنه کوي چې باید په‌دې اړه مبارزه لا پسې تېزه شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام