د ایران ولسمشر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر استعفا رد کړه

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواز ظریف استعفا رد کړه.

حسن روحاني په یوه لیک کې چې نن د ایران د حکومت پر رسمي وېب‌سایټ خپور شو لیکلي چې د جواد ظریف استعفا د هېواد په ګټه نه‌ده.

ولسمشر ښاغلي ظریف ته په خطاب کې لیکلي:

"ته زما او د ټول اسلامي دولت او مخصوصاً د مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي د باور وړ یې."

ولسمشر د ایران د بهرنیو چارو وزیر څخه غوښتي چې په قوت او جرأت سره خپلې دندې ته دوام ورکړي.

ظریف د فبرورۍ پر ۲۵مه داسې مهال استعفا وړاندې کړه چې د دې هېواد د سخت دریځو له‌خوا تر فشار لاندې وو.

هغوی د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ایران د اټمي تړون په برخه کې د جواد ظریف پر رول انتقادونه کول.

د امریکا متحده ایالات د ۲۰۱۸ میلادي کال په مې میاشت کې له‌دې تړونه ووت او پر ایران‌یې نور بندیزونه ولګول چې له دې سره د دغه هېواد اقتصادي بحران او سیاسي وضعیت خراب کړ.

نیمه دولتي اژانس ایسنا راپور ورکړی چې جواد ظریف نن په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې تهران ته د ارمنستان د صدراعظم د ورتلو د هرکلي لپاره جوړ شوي وو.