نن د امریکايي پلاوي او طالب استازو د رسمي خبرو دوهمه ورځ ده

په قطر کې د سولې په اړه غونډه

نن د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو د رسمي خبرو دوهمه ورځ ده.

دوی پرون هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او امریکا ته د دې ډاډ په ورکولو بحث کړی چې د افغانستان له خاورې به د برید لپاره استفاده نه‌کېږي.

اسوشیټېد پرس اژانس راپور ورکړی چې امریکایي پلاوی او طالبان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه یو توافق ته نږدې شوي.

د دوی خبرې به سبا هم روانې وي.