د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې غړو په یوې رأی ګیرۍ سره هڅه کړې چې له مکسیکو سره د سرحدي دېوال د جوړولو په خاطر د ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا د اعلان شوي ملي بېړني حالت مخه ونیسي.
د سې شنبې ورځې په رأی ګیري کې ۱۳ جمهوري غوښتونکو هم له ډموکراتانو ملاتړ کړی دی.
مجموعاً ۲۴۵ کسانو د ټرمپ لهخوا د اعلان شوي ملي بېړني حالت د مخنیوي لپاره رأیه ورکړه او ۱۸۲ تنو د ټرمپ له تصمیمه ملاتړ وکړ.
د امریکا استازو جرګه د ډموکراتانو په کنټرول کې ده.
اوس باید دا پرېکړه لیک سنا جرګې ته لاړه شي.
په سنا جرګه کې اکثریت له جمهوري غوښتونکو سره دی.
ټرمپ د فبرورۍ په لومړیو کې ملي بېړنی حالت اعلان کړ.
له دې کاره د هغه هدف له مکسیکو سره د سرحدي دېوال جوړول دي.
ټرمپ زیاته کړې چې د دېوال جوړول امریکا متحده ایالاتو ته د ناقانونه کډوالو د راتګ او د مخدره موادو د قاچاق د بندولو لپاره اړین دی، خو د کانګرس ډموکراتان او ځیني جمهوري غوښتونکي حاضر نهدي چې د دېوال د جوړولو پیسې تصویب کړي.
ولسمشر ډونالد ترمپ د دې دېوال د جوړولو لپاره لومړی پنځه میلیارده او ۷۰۰ میلیونه ډالره غوښتي و.