ټرمپ او کېم جونګ اون د دوهمې سرمشریزې لپاره ویتنام ته رسېدلي

ولسمشر ټرمپ په ویتنام کې

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د دوهمې سرمشریزې لپاره ویتنام ته رسېدلي دي.

ټاکل شوې ده چې دواړه مشران به نن او سبا ته د ویتنام په مرکز هانوې که له یوه بل سره کتنه وکړي.

د ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون د خبرو تمرکز به د شمالي کوریا د اټمي وسلو او د میزائیلو د پروګرام د بندولو پر سر وي.

د امریکا ولسمشر په خپله الوتکه کې چې ایر فورس ون نومېږي، ویتنام رسېدلی دی او د شمالي کوریا مشر بیا د رېل په‌واسطه د چین له لارې د درې زره کېلو مترو واټن وهلو وروسته ویتنام ته ورسېد.

ولسمشر ټرمپ ویتنام ته له روانېدو مخکې په خپل ټویټر ولیکل چې په بشپړه توګه د شمالي کوریا د اټمي پروګرام په بندېدو سره به دا هېواد په تېزۍ سره اقتصادي ځواک شي.

د ویتنام حکومت د امریکا او شمالي کوریا د سرمشریزې د امنیت لپاره د لازمو او جدي امنیتي تدابیرو ډاډ ورکړی دی، خو تر اوسه‌يې په هانوی ښار کې د ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون د غونډې دقیق ځای نه‌دی په ډاګه کړی.