د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ۱۲ مجرمینو لېست خپور کړ

د کورنیو چارو وزارت له‌خوا د مجرمینو خپور شوی لېست

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا د هېواد خلکو ته ډاډ ورکوي چې د سازمان شویو جرمونو او جنایتونو پر وړاندې به جدي چلند وکړي.

دغه وزارت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۷» د ۱۲ مجرمینو لېست خپور کړ چې په مختلفو قضیو کې یې لاس درلود.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمي رسنیو ته په لېږلي پیغام کې داسې ویلي:

"د کورنیو چارو وزارت مشرتابه تصمیم لري چې د جُرمونو، جنایتونو او سازمان شویو جنایتونو پر وړاندې جدي چلند وکړي، نن موږ د ۱۲ جنایتکارو لېست خپور کړ. د کورنیو چارو وزارت ټولو اړوندو څانګو ته سپارښتنه کړې چې دغه کسان د خلکو په مرسته ډېر ژر وپېژني او ویې نیسي."

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي

په‌دغه لېست کې د تورنو پر هویت سربېره د هغوی عکسونه هم خپاره شوي دي.

دغه کسان په سړي تښتونه، وسله‌والو غلاګانو، باج اخیستلو، له پولیسو سره پر نښتو، سړي وژنو او داسې نورو جرمونو کې مظنون ګڼل شوي چې اوس تښتېدلي دي.

د دغه وزارت سرپرست مسعود اندرابي هم د وزارت په رسمي فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي چې د ترورېزم، جنایتکارو، اوباشانو، قانون ماتوونکو او د امنیت د ګډوډوونکو پر وړاندې به، سلیقه‌اي چلند، ونه‌شي.

ده له خلکو غوښتي چې د دغو کسانو په پېژندنه او نیولو کې له پولیسو سره مرسته وکړي.

د ده په خبره مرسته کوونکي کسان به په مادي او معنوي مکافاتو وستایل شي.

د کورنیو چارو وزارت مخکې له دې د ۲۰۰ لارو شکوونکو، غلو او سړي تښتوونکو لېستونه اعلان کړي و چې د دغه وزارت په خبره یو شمېر یې نیول شوي دي.

سربېره پر دې یاد وزارت د ۱۶ کسانو فهرست هم خپور کړی و چې په زور ویلو، د ځمکو په غصبولو، ناوړه استفادې، قاچاق او د غیر مسؤله وسله‌والو په ملاتړ تورن وو او ترې غوښتل شوي وو چې د وضاحت او تصفیې لپاره دې ډېر ژر، پولیسو ته ورشي.

د وزارت په خبره یاد کسان ځواب ویلو ته حاضر شول.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو پوهان او له دې ډلې جاوید کوهستانی سره له دې چې د دغه لېست په تعقیبولو ټینګار کوي وايي، د جنایتکارو پر وړاندې باید سلیقه‌اي چلند ونه‌شي.

افغان کارپو جاوید کوهستانی

نوموړي زیاته کړه:

"که دغه چلند سلیقه‌اي، لنډمهالی نه‌‌وي او د امنیتي پروګرام سره سم پلی شي، پرته له شکه د ښار له امینت سره مرسته کوي او د خلکو د سوکالۍ لامل کېږي، ځکه د جنایتکارو فعالیتونه محدودېږي او نه‌شي کولای، خلکو ته اندېښنې پیدا کړي."

د کوهستاني په خبره، د خلکو د ناامنیو او ګواښېدو لویه برخه همدغه جنایتکاران جوړوي چې مبارزه‌یې پر وړاندې کولای شي، خلک د قانون پر حاکمیت باوري او له پولیسو سره مرسته وکړي.

راپور: خان محمد سیند