د اسرائيل يوې محکمې د کابینې پخوانی وزیر په ۱۱ کاله بند محکوم کړ

د اسرائيل د کابینې یو پخوانی وزیر ګونن

د اسرائيل يوې محکمې د کابینې پخوانی وزیر په ۱۱ کاله بند محکوم کړ.

پر ده تور و چې د ایران لپاره‌يې جاسوسي کوله.

د محکمې غونډه د قضيې د حساسيت له کبله په محرمه توګه وشوه.

ګونن سېګېف له ۱۹۹۵ میلادي څخه تر ۱۹۹۶میلادي کال پورې د انرژۍ وزير و او په ۲۰۰۵ میلادي کال کې ورباندې تور پورې شو چې له هالنډه‌يې اسرائيل ته ۳۲۰۰۰ په چاکلېټو لړلي د مخدره موادو ګولۍ قاچق کړې وې.

دغه پخوانی وزير په ۲۰۰۷ میلادي کال کې له زندانه راخوشې شو او په نايجريا کې يې شااوخوا ۱۰ کاله ژوند وکړ چېرته چې ده د طب په برخه کې کار کاوه، خو اسرائيل‌يې په طب کې د کار کولو جواز ورلغوه کړ.

ده په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ګيني - اسرائيل ته وسپاره.

د اسرائيل امنیتي ادارې ويلي چې سیګیف له ايران سره استخباراتي معلومات شریک کړي او دوه ځلې دغه هېواد ته تللی دی.